د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس تخار ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده تخار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي مولوي عبيدالله امين زاده، د تالقان ښاروال قاري نقیب اللّٰه، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.

دغه ليدنه چې نن دو شنبه(ربیع الثاني ۱۱مه/تلې ۲۳مه) د تخار ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د تخار ښارواليو د فعاليتونو ارزونه، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لا پراختیا او د ښارواليو اړوند د ټولنې مختلفو اقشارو ستونزو ته رسيدنه ياده کړه او زياته یې کړه چې هر نظام نظم ته ضرورت لري او د اسلامي امارت بقاء په نظم او اطاعت کې ده.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی، هر امارتي ارګان په ملي بودجه کې پراختيايي او يا عادي بوديجه لري خو ښاروالي يوازينی واحد دی چې ملي بودجه کې برخه نه لري، نو په همدې اساس يې عوايد چې له ملکيتونو، جواز او صفايي له لارې ترلاسه کيږي د کابينې د پريکړې پر اساس ملي بودجې يا بل کوم ولايت ته نه انتقاليږي مګر په هماغه ولايت کې په پلاني ساحو کې خلکو ته پرې خدمات وړاندې کيږي.

ښاغلي اخندزاده زياته کړه، يوه ټولنه هغه وخت جوړيږي او پرمختګ کوي چې يو بل د خپلو نيمګړتياوو د اصلاح په خاطر متوجه کړي، نو هر هغه څوک چې د ښاروالۍ او يا د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند کومه ملاحظه لري؛ نو مونږ سره دې شريکه کړي، مونږ به ورته رسېدنه وکړو.

په دې ليدنه کې د تخار والي مولوي عبيدالله امين زاده دغه ولايت ته د ښاغلي اخندزاده په مشرۍ د ورغلي پلاوي د هر کلي تر څنګ، پخپلو خبرو کې له ښاروالۍ سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د تخار ولایتي مسؤولينو څخه د ښاروالۍ د عوايدو سطحې پورته کولو، په اداراتو او اشخاصو باندې د صفایي د پاتې محصول تأديه کولو غوښتنه وکړه او په وينا یې چې هر څومره د يوې ښاروالۍ عوايد لوړ وي؛ هغومره په هغه ښار کې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کيږي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.