د پانګونې اسانتیا رئیس د قرطاسيه توکو له سوداګرو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د قرطاسيه توکو له سوداګرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن يکشنبه (ربيع الثاني ۱۰مه/تلې۲۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا ریاست کې ترسره شوه، په کې د پانګونې اسانتیا رئیس وویل، اسلامي امارت د خلکو په خدمت کې دی او د هېواد د صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

په ناسته کې هېواد ته د قرطاسيې واردوونکو شرکتونو استازو، د قرطاسيې توکو د لوړې ګمرکي تعرفې د کمښت غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د پانګونې اسانتيا رئيس څخه وغوښتل چې دوی ته دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ورکړل شي ترڅو د قرطاسیه توکو سوداګري زیانمنه نه شي.

په پای کې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ ټینګار تر څنګ زیاته کړه چې د قرطاسيه توکو د پانګوالو غوښتنې، وړاندیزونه او اړتیاوې به له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي.