د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د فيض اباد ښار مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بدخشان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د فيض اباد ښاروال مولوي عبدالغفور سيرت، متنفذينو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن شنبه(ربیع الثاني ۹مه/تلې ۲۱مه) د فیض اباد ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د فيض اباد ښاروال مولوي عبدالغفور سيرت د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه چې بدخشان ته د اسلامي امارت د مسؤولینو راتګ مونږ ته ویاړ رابښي او زمونږ روحيه پياوړې کوي.

ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل، د شکر ځای دی چې په هېواد کې اشغال ختم شو او اسلامي نظام قایم شو او په وينا يې چې اوس مونږ او تاسې ته په کار ده چې د شريعت په چوکاټ کې د دې اسلامي نظام ملاتړ وکړو.

هغه همدا راز دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو د فعاليتونو ارزول، د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه او همدا راز له اداراتو سره د‌ همغږۍ پياوړتيا ياده کړه.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالي د ولس اداره ده او عوايد یې هم د خلکو له لارې د ملکيتونو، د صفايي او جواز د محصول له لارې راټوليږي او په همدې اساس ښاروالۍ بايد د حساب ورکونې غونډې ولري او ولس ته د عوايدو راجمع کولو او مصرفولو په اړه معلومات ورکړي.

په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د فيض اباد ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې بدخشان د مساحت له پلوه يو لوی ولايت دی چې شاوخوا ۲٫۵ ميليونه نفوس لري چې په تير کې ورته ډير کم کار شوی.

دوی همداراز وويل چې فيض اباد ښاروالي د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي خو د تنظیفاتي کارکووونکو د تشکيل کمښت هغه څه دي چې له امله يې د خلکو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه نه کيږي، دوی د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د فيض اباد ښاروالۍ تنظيفي تشکيل زيات کړي.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د فيض اباد ښار د خلکو استازو ته د ستونزو د حل ډاډ‌ ورکړ او زياته يې کړه؛ د دې لپاره چې ښه ښاري نظم رامنځته شي او ښار مو ښکلی شي؛ بايد ښاري ماسټر پلان تطبيق شي، عوايد تأديه شي او همدا راز خلکو ته قناعت ورکړل شي چې په غير پلاني ساحو کې پانګونه ونه کړي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.