د مقروضیتونو د تثبیت کمیټې غونډه ترسره شوه

د مقروضیت د تثبیت کمیټې لومړنۍ غونډه نن شنبه (ربیع الثاني ۹مه/ تلې ۲۱مه) د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه کې د چارو ادراې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل د بیت المال مقروضیتونو څېړنه کې باید د خلکو حق په نظر کې ونیول شي، او د نوموړې کمیټې له مسؤولینو یې وغوښتل چې مقروضیتونه دې په پوره دقت، حوصله مندۍ سره وڅېړي ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.

د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو او د مقروضیتونو د تثبیت کمیټې رئیس مولوي محمد حنان حقاني په مقدماتي وینا کې د نوموړې کمیټې فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، وروسته بیا د مقروضیتونو کمیټې د تثبیت معاون عبیدالله صدیقي د کمیټې اجراات او د مقروضیتونو د بررسۍ په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرزنټيشن وړاندې کړ.

غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.