د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري تر څو د ملي تدارکاتو کمیسیون 1446/04/02 کال د (389) پرېکړې پر بنسټ د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د اړتیا وړ 140000 دانې تحکیماتي لرګیو پروژېه چې تشخیصیه شمېره یې NPA/SOCBD/1403/NCS-633 ده، کامبیز وحید تجارتي او لوجستیکي خدماتو شرکت ته چې جواز شمېره یې 84258 ده او د کوته سنګي د آریانا کابل هوټل شاته ۱۷مه شمېره بلاک کې واقع دی په مجموعي قیمت ۱۰۲،۸۲۰،۰۰۰ (یوسلو دوه میلیونه او اته سوه شل زره) افغانیو په بدل کې ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.