د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس بدخشان ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بدخشان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي مولوي محمد ايوب خالد، د بدخشان ولايت مقام د دفتر رئيس، د فيض اباد ښاروال مولوي عبدالغفور سيرت، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.

دغه ليدنه چې نن شنبه(ربیع الثاني ۹مه/تلې ۲۱مه) د بدخشان ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د بدخشان ښارواليو د فعاليتونو ارزونه، د ښارواليو حقوقي حيثيت تشريح کول او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لا پراختیا ياده کړه.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې برخه نه لري او همدا راز یې عوايد هم د کابینې د پريکړې پر اساس نه ملي بودجي ته او نه بل کوم ولايت ته انتقاليږي بلکې په هماغه ولايت کې خلکو ته پرې په پلاني ساحو کې سرکونه، پلونه، پلچکونه او ګلدانونه جوړيږي او د ښاروالي اړوند نور خدمات ورته وړاندې کيږي.

ښاغلي اخندزاده زياته کړه چې هر نظام نظم ته اړتيا لري او په اسلامي نظام کې نظم په اطاعت کې دی، نو هر هغه څوک چې د ښاروالۍ او يا د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند کومه ملاحظه لري؛ نو مونږ سره دې شريکه کړي، مونږ به ورته رسېدنه وکړو.

په دې ليدنه کې د بدخشان والي مولوي محمد ايوب خالد دغه ولايت ته د ښاغلي اخندزاده په مشرۍ د ورغلي پلاوي د هر کلي تر څنګ، پخپلو خبرو کې له ښاروالۍ سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د بدخشان ولایتي مسؤولينو څخه د ښاروالۍ د عوايدو سطحې پورته کولو او د ماسټر پلان د تطبيق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، څومره چې د يوې ښاروالۍ عوايد لوړ وي؛ هغومره په هغه ښار کې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کيږي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.