د قرارداد د ورکړې خبرتیا

 

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري تر څو د ملي تدارکاتو کمیسیون د 14/07/1403 کال د (۳۸۸) پرېکړې پر بنسټ د شمال ډبرو سکرو د کان له زېرمو څخه د غوري سمنټ فابریکو ته د دیرش زره ټنه ډبرو سکرو د لېږد پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPA/SOCBD/1403/NCS-633/NCB ده جهان ګرد ټرانسپورټي شرکت ته چې جواز نمبر 64334-D- دی او د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ بلدیه سرای کې واقع دی، په مجموعي قیمت ۵۲،۴۷۰،۰۰۰ (دوه پنځوس میلیونه او څلورسوه اویا زره افغانۍ) په بدل کې ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.

یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.