د پوستي خدمتونو د پراختيا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست، افغان پست امارتي شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د پوستي خدمتونو د پراختيا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن پنجشنبه (ربیع الثاني ۷مه/ تلې ۱۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن وویل
په تېرو لسیزو کې هېوادوال له لومړنيو او اساسي خدماتو بې برخې وو چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې په بېلابېلو برخو کې ورته ښه خدمات وړاندې شي.
همدا راز په دې غونډه کې د پستي خدمتونو د پراختيا په اړه د اړوندو ادارو استازو خپل نظريات وړاندې کړل او پرېکړه وشوه چې په دې اړه دې خپل مسلکي او تخنيکي نظريات او وړاندیزونه او معلومات چمتو او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، د خير په دعا پای ته ورسېده.