د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د مرکزي بغلان ښار قومي مخورو سره وليدل
چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بغلان ته د سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان ښاروال مولوي عبدالعزيز مستغفر، متنفذينو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.
دغه ليدنه چې نن پنجشنبه (ربیع الثاني ۷مه/تلې ۱۹مه) د مرکزي بغلان ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د مرکزي بغلان ښاروال مولوي عبدالعزيز مستغفر وويل چې خوښ يو چې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس او ورسره مل پلاوی مرکزي بغلان ته راغلی او زمونږ ستونزې له نږدې اوري.
ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو د فعاليتونو ارزول، د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه او همداراز د اداراتو سره د همغږۍ پياوړتيا او هغوی ته د ښاروالیو حقوقي حيثيت تشريح کول ياد کړ.
مولوي محمد اسحق اخندزاده بغلان يو له هغو ولایاتو څخه ياد کړ چې د اشغال په مقابل کې یې په پراخه کچه ونډه اخيستې او زياتې قربانۍ يې ورکړي دي.
په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د مرکزي بغلان ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې دا د ۴۵ کالو څخه ځپل شوی ښار دی، دلته جنګونه شوي سرکونه ويجاړ شوي، ښار ګډوډ شوی دی چې بايد د سرکونو جوړولو او نورو برخو کې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
ښاغلي اخندزاده د مرکزي بغلان ښار د خلکو ستونزې واورېدې، د حل ډاډ يې ورکړ او زياته يې کړه، چې د دې لپاره چې ښه ښاري نظم رامنځته شي او ښار مو ښکلی شي؛ بايد ښاري ماسټر پلان تطبيق شي، عوايد تأديه شي او همدا راز خلکو ته قناعت ورکړل شي چې په غير پلاني ساحو کې پانګونه ونه کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.