د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د پلخمري ښار قومي مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بغلان ته د سفر په ترڅ کې د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطيف مظلوم، متنفذينو، قومي مشرانو، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن چهارشنبه (ربیع الثاني ۶مه/تلې ۱۸مه) د پلخمري ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو چارو ارزونه او د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه او زياته يې کړه چې هر نظام نظم ته ضرورت لري او د اسلامي نظام نظم او بقا په اطاعت کې ده.
ښاغلي اخندزاده وويل چې ښاروالي يو غير بودجوي واحد دی او کوم عوايد یې چې د ملکيتونو، جوازونو او صفايي له لارې ترلاسه کیږي؛ د خلکو پيسې دي او خلکو ته پرې په پلاني ساحو کې سرکونه، پلونه، پلچکونه جوړيږي او نور خدمات ورته وړاندې کيږي.

په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو، اصنافو او مشورتي بورډ په استازيتوب ويناوالو د پلخمري ښاروالۍ کارونه وستایل او زياته يې کړه چې په تېرو شلو کلونو کې هم مونږ د عوايدو په راجمع کولو کې ښاروالۍ سره همکار وو، خو په هغه عوايدو مونږ ته ښاري خدمات نه و وړاندې شوي، مګر اوس د اسلامي امارت په راتګ سره ښه خدمات وړاندې کيږي او د ښاري پراختيا په برخه کې کار کيږي.

ښاغلي اخندزاده د پلخمري ښار د خلکو ستونزې واورېدې، د حل ډاډ يې ورکړ او زياته يې کړه، چې د دې لپاره چې ښاري نظم رامنځته شي او ښار مو ښکلی شي؛ بايد ښاري ماسټر پلان تطبيق شي، عوايد تأديه شي او همدا راز خلکو ته قناعت ورکړل شي چې په غير پلاني ساحو کې پانګونه ونه کړي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.