د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس بغلان ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بغلان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له مرستيال والي الحاج مولوي محمد همايون، د پلخمري ښاروال عبدالطيف مظلوم، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارو مسؤولينو سره وليدل.

دغه ليدنه چې نن چهارشنبه(ربیع الثاني ۶مه/تلې ۱۸مه) د بغلان ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د بغلان ښارواليو د فعاليتونو ارزول، د ښارواليو حقوقي حيثيت تشريح کول او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ياده کړه.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی او همدا راز په ملي بودجه کې ورته عادي او پراختيايي بودجه نه ځانګړې کيږي نو دا چې په بودجه کې برخه نه لري، نو عوايد یې هم نه ملي بودجې او نه هم د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست ته انتقاليږي، بلکې د ښارواليو په عوايدو خلکو ته په پلاني ساحو کې ښاري خدمات وړاندې کيږي.

په غونډه کې د بغلان مرستيال والي الحاج مولوي محمد همايون د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې ښاروالۍ ښاريانو ته د صفایي او ښه خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لري او دا يې مسؤوليت دی، ترڅو ښار پاک کړي او ښاريانو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي او د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس ته‌ يې له خپل لوري د پوره همکارۍ او ستونزو ته د رسيدو ژمنه وکړه.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د بغلان ولایتي مسؤولينو څخه له ښاروالۍ سره د محصول د تأديې او ماسټر پلان په تطبيق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.