د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د بدخشان له علماوو او مخورو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د بدخشان ولايت له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه(ربيع الثاني۶مه/تلې ۱۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري وويل، د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه مقام ته د چارو اسانه کولو اداره ده او د ولس او حکومت ترمنځ د پل حيثيت لري.
د بدخشان ولايت علماوو، قومي مشرانو او مخورو د اجنډا له مخې په خپلو خبرو کې د بدخشان د اطرافو او ولسواليو ستونزو څخه يادونه وکړه چې په کې د روغتيا، مخابراتي خدماتو، زراعتي کانالونو، په ژمي کې د لارو بندښت او په کلنيکونو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی يې اساسي ستونزې يادې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
همدا راز يې د بدخشان اوبو مهارول، ولسواليو ته د غځېدلو سرکونو اساسي جوړول، شهر بزرګ ولسوالۍ کې د پل جوړول او ځينې سيمو کې د صحي اوبو نشتوالی يې هم د وړانديزونو په توګه ياد کړل او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د بدخشان ولايت د ولسونو استازو ستونزې او وړانديزونه په غور سره واورېدل او ډاډ يې ور کړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د اسلامي امارت تر مسؤولو مقاماتو پورې ورسوي او د حل په برخه کې به يې پوره هڅه وکړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.