د ادارو ترمنځ د واحد بايوميټرک سیسټم د ايجاد په اړه مشورتي غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست له لوري د ۲۱ وزارتونو او ادارو تخنيکي او مسلکي استازو سره د ادارو ترمنځ د واحد بايوميټرک سيسټم د ايجاد په اړه مشورتي غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه «ربيع الثاني۶مه/ تلې ۱۸مه» ترسره شوه، په مقدماتي وينا کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن وويل چې په حکومتي چارو کې د ولس ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه بايد د بايوميټرک سیسټم په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي چې له دې سره به له يوې خوا د ولس ستونزې حل شي او بل لور ته به د حکومتولۍ اصول مراعت او چارې به چټکې شي.
نوموړي وويل چې له معاصرې ټکنالوژۍ څخه په استفاده لازمه ده چې د حکومتولۍ ډيجيټلي برخه پیاوړې شي، ترڅو د بيت المال د بې ځايه لګښت او د ولس د لالهاندۍ مخه ونيول شي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل، دا يې يو ښه ابتکار ياد کړ او ويې ويل چې لومړی دې د ياد سيسټم لپاره يوه هر اړخيزه طرحه جوړه شي او له هغه وروسته دې په اړه عملي اقدام وشي.
د غونډې په پای کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن د ګډونوالو د نظرياتو او تجربو شريکولو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه به نورې ناستې هم جوړې کړي ترڅو د ياد سيسټم د عملي چارو پيل لپاره زمينه برابره شي.
د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست د مسؤولینو په وينا د دغه سيسټم له لارې په پلان کې ده چې ولس ته د تذکرې، پاسپورټ، لايسنس، جوازونو او نورو برخو کې د بايوميټرک چارې سره متحدې او ساده شي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي او کارونه په چټکۍ ترسره شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د خير په دعا پای ته ورسېده.