د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب په مرکز او ولایتونو کې د سب سټېشنونو د ساتنې او مراقبت لپاره د ريزرفي تجهیزاتو د تدارک پروژه (شپږ لاټه) چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1402/G-039/NCB ده، د نوين سيميا شرکت ته چې د افغانستان برېښنا شرکت رياست پورې اړوند دی او جواز نمبر يې D-03-204 دی، د کابل ولايت، صنعتي ښارګوټي په دويم پوړ کې موقعيت لري په 54,980,000 (څلور پنځوس ميليونه، نهه سوه اتيا زره افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.