د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب په پام کې لري چې له ستانکزي مینې څخه د بګرامي پله پورې د نښلوونکي سرک د ساختماني چارو پروژه چې د کابل ښاروالۍ اړوند ده او د داوطلبۍ شمېره یې NPD\KM\1403\W-513\NCB ده د احمد ظاهري باورزي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-48798) او د کابل ښار کارته نو قلعه چه سیمه کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت 188,534,997.40 یو سلو اته اتیا میلیونه، پنځه سوه او درې څلویښت زره او نهه سوه اوه نوي اعشاریه څلویښت افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.