د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د ایبک ښار قومي مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده سمنگان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ايبک ښاروال مولوي محمد فيروز فاروقي،  متنفذينو، قومي مشرانو، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.


دغه ليدنه چې نن سه شنبه (ربیع الثاني ۵مه/تلې ۱۷مه) د ايبک ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د ايبک ښاروال دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر د هرکلي ترڅنګ وویل چې د شکر ځای دی چې د اسلامي امارت مشران د خلکو پوښتنه کوي او له ستونزو يې له نږدې ځان خبروي.

په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو چارو ارزونه او د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه او زياته يې کړه چې مونږ تاسو بايد د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د اسلامي امارت ملاتړ وکړو.

ښاغلي اخندزاده وويل چې ښاروالي يو غير بودجوي واحد دی او کوم عوايد یې چې د ملکيتونو، جوازونو او صفايي له لارې ترلاسه کیږي؛ د خلکو پيسې دی او خلکو ته پرې په پلاني ساحو کې له اصولو سره سم ښاري خدمات وړاندي کيږي. د نوموړي په وينا کومه ښاروالي چې عوايد زيات ولري د هماغه ساحې خلکو ته پر خدماتو مصرفیږي او بل ولايت ته نه انتقاليږي.

په غونډه کې د متنفذينو، ګذر وکیلانو او اصنافو په استازيتوب ويناوالو د اسلامي نظام د حاکمیت له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د وياړ ځای دی چې له مرکز څخه باصلاحيته مسؤولين راځي، خلکو سره مجلسونه کوي او ستونزو ته يې د حل لارې لټوي.

دوی همدا راز زياته کړه چې سمنگان يو له تاريخي ولايتونو څخه دی چې ډير عوايد لري، خو بيا هم ورته خدمت نه دی شوی، شنه ساحه نه لري او پراختيايي پروژې په کې نه دي تطبيق شوي او د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس څخه يې وغوښتل چې دې ولايت کې د ښاروالۍ تشکيل اضافه کړي او غير پلاني ساحې په پلان کې شاملې کړي.

ښاغلي اخندزاده د ايبک ښار د خلکو ستونزې واورېدې، د حل ډاډ يې ورکړ او له هغوی څخه يې وغوښتل چې په دغه ښار کې د ماسټر پلان د تطبيق،‌ د صفایی عوايدو په را جمع کولو او همدا راز د اسلامي شريعت په چوکاټ کې له ښاروالیو سره همکاري وکړي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.