د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سمنګان ولايت ته سفر وکړ

 

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده سمنګان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، الحاج دا ملا محمد شعيب رسالت، مرستيال والي، ملا داد خدا خادم، د ایبک ښاروال، مولوي محمد فيروز فاروقي، د علماوو شورا غړو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه ليدنه چې نن سه شنبه(ربیع الثاني ۵مه/تلې ۱۷مه) د سمنګان ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د سمنګان ښارواليو د فعاليتونو ارزول، د ښاروالۍ حقوقي حيثيت تشريح کول او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ياده کړه او زياته يې کړه چې زمونږ مجلس به تشريفاتي بڼه ونلري؛ مګر په حقيقي توګه به د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې ورته عادي او پراختيايي بودجه نه ځانګړې کيږي نو دا چې په بودجه کې برخه نه لري، نو همداراز عوايد یې هم نه ملي بودجه او نه هم د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي رياست ته انتقاليږي بلکې د ښارواليو په عوايدو خلکو ته په پلاني ساحو کې ښاري خدمات وړاندې کيږي.

په غونډه کې د سمنګان مرستيال والي ملا داد خدا خادم د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس ته ښه راغلاست وویل او د ښاروالۍ د طرزالعمل او اصولو مطابق یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د ايبک ښاروالۍ له مسؤولینو وغوښتل چې د راتلونکي کال د ښاروالۍ لپاره ځانګړې شوې بودجه کې څو عايداتي پروژې په نظر کې ونیسي، تر څو د ښاروالۍ عوايد ورسره ډير شي، خلکو ته پرې ښه خدمات وړاندې شي او همدا راز یې ولایتي مسؤولينو ته وويل چې د دې لپاره چې د ايبک ښار پاک، زرغون او منظم شي او سرکونه جوړ شي، لازمه ده چې له ښاروالۍ سره د محصول د تأديې او ماسټر پلان په تطبيق کې همکاري وشي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.