د افغاني سرې میاشتې ټولنې د املاکي ستونزو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د املاکي ستونزو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملکیت ستونزو د حل په تړاو غونډه ترسره شوه چې پکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست، د اراضي اداره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې دوشنبه (ربیع الثاني ۴مه/تلې ۱۶مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، پکې د حقوقو، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د موضوع په اړه مقدماتي وينا وکړه او ورپسې د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملکیت په اړه خپل هر اړخيز نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.

د چارو ادراې لوی ریاست، د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئیس مولوي محمد حنان حقاني د سندونو ارزونې او يادو امارتي ادارو د استازو نظريات او وړانديزونه واورېدل او پرېکړه وشوه چې د يادې موضوع په اړه به ګزارش د وروستۍ پرېکړې لپاره د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته ولېږل شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.