د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې کميسيون طرزالعمل مسوده نهايي شوه

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل مسودې په اړه د ۱۳ وزارتونو معينانو او د کابينې چارو او عالي کميسيونونو رياست ترمنځ وروستۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن سه شنبه «ربيع الثاني ۵مه/ تلې۱۷مه» د چارو ادارې لوی رياست کې د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ۱۳ وزارتونو او ادارو، معينانو او استازو ګډون کړی و.

دا ناسته چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رئيس مولوي محمد صادق عاکف له لوري د ياد طرزالعمل مسوده ماده وار ولوستل شوه او په يو شمېر مواردو بحث وشو، چې په نتيجه کې يې د ځينې اصطلاحاتو او محتوا د تغير او بدلون پرېکړې وشوې.

تر دې وړاندې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل په اړه لومړنۍ ناسته چې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې پرېکړه شوې وه چې د اړوندو وزارتونو د تخنيکي مسؤولینو له لوري دې ياد طرزالعمل مطالعه شي او د تغير او بدلون وړ موارد دې په نښه شي.

د يادونې‌ وړ ده چې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون طرزالعمل مسوده د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ۹مې ګڼې فرمان پر اساس ترتيب شوی دی او د رياست الوزراء مقام د (۴۷۱۲) ګڼې حکم پر اساس د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مشرۍ ياد کميسيون رامنځته شو.

بايد وويل شي چې د ياد طرزالعمل مسوده د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رياست له لوري په درې فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوې ده، په کې عمومي احکام، د وظایفو وېش، کاري تګلاره او بېلابېل احکام ترتيب شوي دي.

د دغه طرزالعمل مسودې په اړه وروستۍ غونډه کې د طرزالعمل په اړه تفصيلي او وروستی بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د توشيح لپاره به د اميرالمؤمنين حفظه الله مقام ته ولېږل شي.

دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.