د پانګونې اسانتيا رئيس د شفا ملي سيروم له توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتيا رئيس د شفا ملي سيروم له توليدي فابريکې څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد د شفا ملي سیروم د تولیدي فابریکې له فعالیتونو څخه د لیدنې پر مهال له پانګوالو څخه د ملاتړ ټینګار ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت تل پانګوالو ته پاملرنه کړې او غوښتنو ته يې ځواب ويلی دی.

دغه غونډه چې دوشنبه (ربیع الثاني ۴مه/تلې ۱۶مه) ترسره شوه، د یادې فابریکې رئیس نثار احمد تره کي د اسلامي امارت د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل چې د شفا ملي سيروم فابریکه د سیمې هیوادونو ته هم صادرات لري.

مولوي انجينر احمد ضياء خالد د يادې فابريکې د پراخې پانګونې له امله د مننې ترڅنګ وويل، چې د پانګونې اسانتيا رياست تل له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دى او د هغوى د ستونزو د هواري لپاره ژمن دى.