د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د میمنې ښار قومي مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده فارياب ولايت ته د سفر په ترڅ کې د میمنې ښاروال مولوي ګل احمد مبشر،  متنفذينو، قومي مشرانو، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن يکشنبه (ربیع الثاني ۳مه/تلې ۱۵مه) د میمنې ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د ميمنې ښاروال مولوي ګل احمد مبشر دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر د هرکلي ترڅنګ وویل، تر دې وړاندې فارياب ولايت ته له مرکز څخه دومره پاملرنه‌ نه کېده خو د اسلامي امارت مسؤولين اوس له نږدې څخه د دغه ولايت ستونزو ته د رسېدنې هوډ‌ لري.

په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو چارو ارزونه او د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت د مسؤولینو ويناوې او مجلسونه تشريفاتي نه دي مګر د ولس له ستونزو او مشکلاتو له نږدې ځان خبروي او د حل لپاره يې هلې ځلې کوي.

ښاغلي اخندزاده وويل چې ښاروالي يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې ځای نه لري او عوايد یې چې د ملکيتونو، جوازونو او صفايي له لاري ترلاسه کیږي؛ بل ځای ته نه انتقاليږي، مګر په هماغه ښار کې پرې خلکو ته خدمات وړاندې کيږي او په وينا يې کومه ښاروالي چې عوايد زيات ولري په هماغه اندازه ښاريانو ته ښه خدمات وړاندې کولی شي.

په غونډه کې د متنفذينو او ګذر وکیلانو په استازيتوب ويناوالو وويل چې فارياب له پلازمېنې کابل سره په لرې واټن کې‌ پروت دی، نو له همدې امله يې ستونزې هم نسبتاً زياتې دي. دوی په دغه ولايت کې د اوبو کمښت، د سرکونو تخريب، د ښاروالۍ د خدماتو محدوديت، د دوکانونو کرایې زياتوالی او ځينې نورې ستونزې شريکې‌ کرې او د حل غوښتنه‌ يې کړه.

ښاغلي اخندزاده د ميمنې ښار د خلکو ستونزې واورېدې، د حل ډاډ يې ورکړ او له هغوی څخه يې په دغه ښار کې د ماسټر پلان د تطبيق، د عوايدو سرچينو راژوندي کولو، پاکوالي او نورو برخو کې ښاروالۍ ته د مالياتو د تأديې غوښتنه وکړه.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.