د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت ولس ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په هڅه کې دی

د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت ولس ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په هڅه کې دی
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د امام ابوحنيفه «رح» په نامه درېيم ملي او نړيوال نندارتون پرانيستغونډه کې وويل چې اسلامي امارت ولس ته د اسانتياوو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په هڅه کې دی او اوسني مثبت تغيرات شعارونه نه دي مګر په عملي توګه ليدل کيږي.
د صنعت او سوداګرۍ له لوري جوړ شوی دا نندارتون چې نن یکشنبه د (ربیع الثاني درېیمه/ تلې ۱۵) پرانيستل شو، په کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او عامې روغتیا وزیرانو، د افغانستان بانک رئیس، د امرباالمعروف نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو او بهرنیو چارو وزارت معینانو، ګڼو مسؤولینو او پانګوالو برخه اخیستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپله وينا کې وويل چې دلته اوس د هر ډول فاسد رقابت فضاء له منځه تللې او په هره برخه کې سالم رقابت ترسره کيږي، د ټولو پانګوالو مال او شتمني خوندي ده او د پانګونې په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته اسانتياوې رامنځته شوي دي.
نوموړي وويل چې په هېواد کې اوس تر بل هر وخت د پانګوالو لپاره ښه زمينه برابره شوې ده، ترڅو د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي او په دې برخه کې د اسلامي امارت وينا شعار نه دی مګر په عمل کې يې ثابته کړې ده او په همدې اساس مونږ ورځ تربلې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ شاهدان يو.
د امام ابوحنيفه «رح» درېيم ملي او نړيوال اوه ورځنی نندارتون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړ شوی دی، په کې د کورنيو فابريکو او شرکتونو سربېره د سيمې هېوادونو هم خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون د پرانيستې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده او وروسته ګډونوالو د نندارتون له بېلابېلو برخو او نندارې ته وړاندې شويو توليداتو څخه ليدنه وکړه.