د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس فارياب ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس فارياب ولايت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده فارياب ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له مرستيال والي الحاج مولوي حميدالله ارشاد، د ميمنې ښاروال، گل احمد مبشر، علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه ليدنه چې نن يکشنبه(ربیع الثاني ۳مه/تلې ۱۵مه) د فارياب ولايت مقام د غونډو تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د فارياب ښارواليو د فعاليتونو ارزول او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ياده کړه او زياته يې کړه چې د اسلامي نظام بقاء په اطاعت کې ده او بايد چې مونږ او تاسې د اسلامي شريعت له اصولو سره سم د نظام ملاتړ وکړو.
مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې ورته عادي او پراختيايي بودجه نه ځانګړې کيږي او عوايد یې له ملکيتونو، د جواز محصول او صفايي له لارې ترلاسه کېږي چې بېرته همغه ولايت کې د سرکونو، پاکوالي، ښاري نظم، زرغونتيا او نورو برخو کې مصرفيږي.

په غونډه کې د فارياب مرستيال والي مولوي حميدالله ارشاد د ښاروالۍ په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې ولایت که څه هم د مرکز نه په ډيره فاصله کې پروت دی، خو بيا هم مونږ ټول د دې شاهدان يو چې له مرکز څخه مسؤول مقامات وخت په وخت دلته راغلي دي، زمونږ ملاتړ يې کړی او مونږ ته يې روحيه راکړې.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د فاریاب ولايت مسؤولينو ته وويل د دې لپاره چې د میمنې ښار پاک، زرغون او منظم شي او سرکونه جوړ شي، لازمه ده چې له ښاروالۍ سره د محصول د تأديې او ماسټر پلان په تطبيق کې همکاري وشي.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.