ډاکټر فضل محمود فضلي د ننګرهار نوی والي رسمآ معرفي کړ

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په سياسي او ولسي چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ضيا الحق امرخېل د ننګرهار خلکو او ادارې ته د نوي والي په توګه رسمآ معرفي کړ.
په دې اړه، د ننګرهار ولايت په مقام کې د جوړو شويو مراسمو پر مهال ولسي مشرانو او متنفذينو، د ننګرهار او ختيزو ولايتونو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و.
په پيل کې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مرستيال جنرال محمد ايوب سالنګي د ننګرهار د نوي والي په توګه د ضیا الحق امرخېل د ټاکنې په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د فرمان لوستو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د‌ سيمه ييزو ارګانونو اداره به د سيمه ييزې حکومتولۍ د پياوړتيا ټول امکانات برابر کړي.
دغه راز، ډاکټر فضلي ضيا الحق امرخېل ته د نوي مسؤوليت د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د ننګرهار ولايت د انکشاف په اړه د جمهور رئیس ليدلوری بيان کړ.

ډاکټر فضلي وويل: د جمهوري ریاست د چارو ادارې په ګډون ټولې دولتي ادارې د ننګرهار ولايت له رهبرۍ سره په انکشافي برخو، اصلاحاتو، فساد سره مبارزه، د غصب مخنيوي او امنيتي چارو کې له نيږدې همکار دی.

د چارو ادارې لوی رئیس متوازن انکشاف ته په اشارې وویل، چې په دې برخه کې د ننګرهار ولايت د نفوسو کره شمېر څرګندول مهم دي.
هغه د ننګرهار ولايت له خلکو وغوښتل چې د بريښنايي تذکرو د وېش بهير کې ونډه واخلي.
دغه راز يې وويل: د روان مالي کال په بوديجه کې د ننګرهار ولايت د معارف لپاره د ښوونکو دوه زره بستونه په پام کې نيول شوي.

ډاکټر فضل محمود فضلي د ننګرهار له والي وغوښتل چې د ننګرهار فرهنګ، ادب او ښوونې روزنې ته پاملرنه وکړي، څو خپل تاريخي ځای بيا تر لاسه کړي.

وروسته د ننګرهار ولايتي شورا غړي محمد عمر شېرزاد او ولسي جرګې غړي امیرخان یار د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې. دوی نوي والي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ننګرهار د اوسيدونکو غوښتنې او وړانديزونه بيان کړل.

په دې مراسمو کې د ننګرهار نوي والي ضيا الحق امرخيل د هېواد د جمهور رئيس له باور څخه په مننې سره وویل: « وياړم داسې ولايت ته راغلی يم چې خلک يې د نظام د ستنو په پياوړتيا کې مهم رول لري او په سرښندنو او اتلوليو يې داعش ډله ماته شوه».

ښاغلي امرخيل د ننګرهار ولايت خلکو سره ژمنه وکړه چې د جلالتماب جمهور رئیس د ليدلوري مطابق به د جمهور رئیس ته پاملرنه وکړي.