د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سرپل ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سرپل ولايت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده سرپل ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي مولوي محمد ظریف مظفر، مرستيال والي، علماوو شورا غړو، ولسوالانو او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه ليدنه چې نن شنبه(ربیع الثاني ۲مه/تلې ۱۴مه) د سرپل ولايت مقام د غونډو په تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د سرپل ولايت ښارواليو د فعاليتونو ارزول او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ياده کړه.
مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی او عوايد یې له ملکيتونو، د جواز محصول، او صفايي له لارې ترلاسه کېږي چې ملي بودجې او نورو ولایتونو ته نه انتقاليږي او بېرته همغه ولايت کې د سرکونو، پاکوالي، ښاري نظم، زرغونتيا او نورو برخو کې مصرفيږي.
په غونډه کې د سرپل والي د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه چې دغه ولایت کې نفت او کاني زيرمې زياتې دي او له دې لارې د پام وړ عوايد هم لري، خو بيا هم ورته په تېرو کلونو هيڅ کار نه دی شوی، نوموړي وويل چې د ياد ولایت خلکو ته بايد د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې‌ همکاري وشي.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د قراردادونو د څېړنې امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت، د اداراتو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا، د ښاروالۍ کاري ساحې او د ښارواليو اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د سرپل ولايت مسؤولينو څخه په دغه ولايت کې د عوايدو راجمع کولو او د ښاروالۍ د ماسټر پلان د تطبيق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.