د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سرپل ښار متنفذينو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سرپل ښار متنفذينو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده سرپل ولايت ته د سفر په ترڅ کې د سرپل ښاروال مولوي فضل المنان عمري، متنفذينو، قومي مشرانو، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه ليدنه چې نن شنبه(ربیع الثاني ۲مه/تلې ۱۴مه) د سرپل ښاروالۍ کې ترسره شوه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د سرپل ښاروال مولوي فضل المنان عمري دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر د هرکلي ترڅنګ وویل چې د شکر ځای ده چی د نظام په رأس کې مهربان مشران لرو چې د ولس له حال څخه ځان خبروي او ستونزو ته يې رسېدنه کوي.

په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو چارو ارزونه او د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه او زياته يې کړه چې ښاروالي يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې برخه نه لري او عوايد یې چی د املاکو، جواز او تنظيف له لارې راټوليږي، بيرته د هماغه ولايت خلکو ته پرې خدمات وړاندې کیږي او مرکز ته نه انتقالېږي.

ښاغلي اخندزاده په دې غونډه کې وويل، هر ولايت چې څومره عوايد ولري، په هماغه اندازه خدمات ورته وړاندې کيدای شي، نو بايد د دغه ولایت عايداتي سرچينو په راژوندي کولو کې هڅه وشي.

په غونډه کې د سرپل قومي مشرانو او استازو په خپلو خبرو کې وويل چې سرپل کوچنی ولايت دی، په تېرو شلو کلونو کې ورته هيڅ اساسي کار نه دی شوی، معياري سرکونه، مارکېټونه او نور عام المنفعه ځايونه ځکه نه لري چې د دغه ولايت عوايد کم‌ دي او ښاروالۍ نشي کولی چې غټي پراختيايي او عايداتي پروژي تطبيق کړي او له ښاغلي اخندزاده څخه يې وغوښتل چې ستونزې يې د حل په موخه د اسلامي امارت اړوندو مسؤولینو سره د حل په موخه شريکې کړي.

ښاغلي اخندزاده د سرپل ولايت خلکو ستونزو له اوریدو وروسته هغوی ته د حل ډاډ ورکړ او له هغوی څخه يې په دغه ولايت کې د ماسټر پلان د تطبيق، د صفايي او نور محصول ورکولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.