د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د شبرغان ښار مخورو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د شبرغان ښار مخورو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده جوزجان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله قانع، متنفذينو، قومي مشرانو، د اصنافو او ګذر وکيلانو استازو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه (ربیع الاول ۳۰مه/تلې ۱۲مه) شبرغان ښاروالۍ کې جوړه شوې وه، پيل يې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د شبرغان ښاروال مولوي حبيب الله قانع دغه ولايت ته د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د سفر د هرکلي ترڅنګ وویل چې د مشرانو له لوري د چارو څارنه او د مسؤولینو تشويق سره زمونږ روحيات لوړيږي او د کارونو د سمون او چټکتيا لامل کيږي.

په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده جوزجان ولايت ته د خپل سفر موخه د ښارواليو چارو ارزونه او د سيمې د بېلابېلو اقشارو ستونزو ته رسېدنه ياده کړه او زياته يې کړه چې د اسلامي نظام بقاء په اطاعت کې ده او بايد چې مونږ او تاسې د اسلامي شريعت د اصولو سره سم د نظام ملاتړ وکړو.

په دغه ناسته کې د شبرغان د بېلابېلو اقشارو استازو د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او په دغه ولايت کې يې د سرکونو، ښاري نظم او زرغونتیا په برخه کې د ستونزو حل غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي اخندزاده له لوري ورته د همکارۍ او مشکلاتو د حل ډاډ‌ ورکړل شو.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.