د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس جوزجان ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس جوزجان ولايت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده جوزجان ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي قاري گل حيدر شفق، مرستيال والي، ښاروال او د ولایتي ادارې مسؤولينو سره وليدل.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (ربیع الاول ۳۰مه/تلې ۱۲مه) د جوزجان ولايت مقام د غونډو په تالار کې د قران عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه، پکې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د ښاروالیو د فعاليتونو ارزول ياد کړل.
مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دی، په ملي بودجه کې برخه نه لري او همدا راز د‌ کابينې د پريکړې له مخې يې عوايد ملي بودجې ته نه جمعه کيږي، ځکه چې دا د ملت پيسې دي؛ بايد بيرته د ولس په خدمت کې مصرف شي.
په غونډه کې د جوزجان والي د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وغوښتل چې دغه ولايت ته په تېرو شلو کلونو او له هغه وړاندې هيڅ کار نه دی شوی؛ بايد خلکو ته يې ښه خدمات وړاندې شي او په دې ولایت کې د سرکونو قير کولو په برخه کې همکاري وشي.
د غونډې په پای کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي ریاست د قراردادونو د بررسي امر ولي محمد الهام د پریزنټیشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د ښاروالیو حقوقي ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.

دا‌ غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.