د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پروان شينوارو ولسوالۍ استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د پروان شينوارو ولسوالۍ استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د پروان ولايت د شینوارو ولسوالۍ له علماوو، مخورو او قومي استازو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه نن چهارشنبه (ربیع الاول ۲۹مه/تلې ۱۱مه) د چارو ادراې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح ګډونوالو ته په مقدماتي خبرو کې وویل، د چارو ادارې لوی ریاست د ولسونو او حکومت ترمنځ د يو پل حيثيت لري او د خلکو ستونزې د اسلامي امارت له اړوندو مقاماتو سره د حل په موخه شريکوي.
د پروان ولايت کابل ميشتو علماوو، قومي مشرانو او مخورو په نوبت سره خبرې وکړې، په هېواد کې يې د اسلامي نظام له راتګ او امنیت څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د ښوونځیو، روغتيايي مرکزونو، مدرسو او صحي اوبو په برخه کې د شته ستونزو د حل او په غوربند ولسوالۍ کې د تازه خپرې شوې ناروغۍ د مخنيوي او د اغيزمنو شويو خلکو د ژر تداوۍ غوښتنه وکړه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح وویل، اسلامي نظام د افغانستان د ټولو قومونو او ولسونو ګډ کور دی، نو ځکه ټول ولس د اسلامي نظام د راتګ لپاره نږدې نیمه پېړۍ جګړه کړې، اوسنی نظام د ټولو ولسونو د شهیدانو د وینو ثمره بلل کېږي او همدا لامل دی چې اسلامي امارت د ملت د هوساینې لپاره په پوره ژمنتیا په ټولو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي، ښاغلي ناصح ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي او د حل لپاره به يې له اړوندو مقاماتو سره شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.