د ملي دفاع وزارت د ۳۰۰ پايو امنيتي کامرو پروژې افر پرانيسته وشوه

د ملي دفاع وزارت د ۳۰۰ پايو امنيتي کامرو پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت د ۳۰۰ ثابتو او متحرکو امنیتي کامرو او اړوند تخنیکي توکو د تدارک پروژه نن د افر پرانیستې پلاوي اویو شمیر داوطلبانو په ګډون د دغه رياست په تالار کې ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ربیع الاول ۲۹مه /تلې ۱۱مه) ترسره شوه، په کې د ملي تدارکاتو رياست مرستیال شیخ عبدالرحیم رحیمي د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ملي تدارکات هغه شرکتونو ته قراردادونه ورکوي چې ټیټ نرخونه وړاندې کوي او په ښه کيفيت پروژې ترسره کوي.

همدا راز ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د ملي تدارکاتو رياست خپل فعاليتونه په صداقت او شفافيت ترسره کوي او له شرکتونو يې وغوښتل چې د پروژو په تطبيق کې ملي ګټې په نظر کې ونيسي او په اخلاص او امانتدارۍ خپلې چارې ترسره کړي.
نوموړي وویل چې ټولې ادارې د ملت د ګټو او هوساینې لپاره کار کوي او د داوطلبۍ په غونډو کې هم ملي ګټې په پام کې نیول کيږي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.