د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د بلخ والي او مسؤولينو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د بلخ والي او مسؤولينو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بلخ ولايت د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا، مرستيال والي او د مزار شريف او ولسواليو ښاروالانو، د ولايتي ادارې مسؤولينو، اصنافو استازو او ګذر وکيلانو سره په بېلابېلو ناستو کې وليدل.
د بلخ والي سره په ليدنه کې د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس بلخ ولايت ته د خپل سفر موخه د مزار شریف ښاروالۍ د فعاليتونو ارزونه ياده کړه او زياته يې کړه چې د حکومتولۍ چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د ادارو ترمنځ همغږي مهمه ده.
په دې ليدنه کې د بلخ والي حاجي محمد يوسف وفا د ښارواليو چارو سمون عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي ته هرکلی ووايه، د ښارواليو چارو په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د اداراتو ترمنځ د همغږۍ، اخلاص او يووالي فضاء قايمه ده او په وينا يې چې د ولس ستونزو ته په ښه توګه د رسېدنې لپاره هڅې کيږي.
همدا راز په دوو بېلابيلو ناستو کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس، ولايتي ادارې مسؤولينو، مزار شريف ښاروال حاجي محمد کاظم طارق، ولسوالیو ښاروالانو، د سوداګرۍ خونې، اصنافو او ګذر وکیلانو استازو سره وليدل او له اړونده مسؤولينو سره يې د ښارواليو د چارو په برخه کې په همغږۍ ټينګار وشو او يادو استاوزو د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس څخه وغوښتل چې د مزار شريف ښار پراختيا او نفوس ته په کتو بايد ياد ښار ته ډېره پاملرنه وشي.
په دې ناستو کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده بلخ ولايت ته د سفر هدف د دغه ولايت د ښارواليو چارو څارنه او ارزونه ياده کړه او زياته يې کړه چي اسلامي امارت کې به د هيچا حقوق ضايع نشي او په همدې اساس د هر ولايت د ښاروالیو عوايد په همغه ولايت کې مصرفيږي او نورو ولایتونو ته نه انتقاليږي.
همدا راز ښاغلي اخندزاده، د مزار شريف خلکو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له مسؤولينو یی وغوښتل چې عوايد په شفاف ډول راټول کړي، د خلکو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي او په دغه ولایت کې د عايداتي سرچينو په راژوندي کولو کې همکاري وکړي ترڅو د دغه ولايت خلکو ته په ښه توګه خدمات وړاندې شي.
همدا راز ښاغلي اخندزاده د ښارواليو فعاليتونو، د عوايدو راټولولو او لګښتونو په اړه ولس ته معلومات ورکول اړين وبلل او زياته يې کړه چې دا چاره د ولس او حکومت ترمنځ د واټن کمولو کې مهم رول لرلی شي.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.