د پانګونې اسانتيا رئيس: له کورنيو او بهرنيو سوداګرو څخه ملاتړ کوو

د پانګونې اسانتيا رئيس: له کورنيو او بهرنيو سوداګرو څخه ملاتړ کوو

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضياء خالد د افغان جرمن ګولډ ټاير جوړولو شرکت له مسؤولينو سره په خپل کاري دفتر کې ياد شرکت ته د ۱۵۰ جريبه ځمکې د ورکړې لپاره د اسانتيا برابرولو په اړه وليدل.
دا ناسته چې نن سه شنبه (د ربيع الاول ۲۸مه/تلې ۱۰مه) ترسره شوه په کې د پانګونې اسانتيا رئيس وویل، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست مسؤولین په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي او د هېواد له پانګوالو څخه ملاتړ کوي.

د افغان جرمن ګولډ ټاير جوړولو شرکت رئيس حاجي فيصل نورزي په دې ليدنه کې وويل چې ياد شرکت د شاوخوا ۷۰ ميليونه ډالرو پانګونه کوي او د پانګونې اسانتيا رئيس څخه يې وغوښتل چې د دې لپاره په هرات کې د ۱۵۰ جريبه ځمکې برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد ډاډ ورکړ، چې د یاد شرکت د اړتیا وړ ځمکې موضوع به له مسؤولینو سره شریکه کړي او د افغان جرمن ګولډ ټایرونو شرکت په جوړولو کې به همکاري وکړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.