د کابينې اوومه غونډه: په ودانيزو چارو کې د اسانتيا رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو

د کابينې اوومه غونډه: په ودانيزو چارو کې د اسانتيا رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوومه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « ۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الاول۲۷مه/ تلې ۹مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په هېواد کې د ودانيزو چارو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خلکو ته د کار اجازې ورکولو په اړه بحث وشو او د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د ودانيزو چارو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه يوه طرحه ترتيب کړي، ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او په کم وخت کې د ملکيت له تثبيت وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي.
غونډه کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورمې قطعې پروژې د مسير اړوند ځمکو د استملاک په اړه د لېږل شوي پلاوي نظر تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې د جوړېدو چارې دې پيل شي او همدا راز د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک اړوند د پلاوي راپور تأیيد شو او ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په دې اړه اقدامات وکړي.
د کابينې په دې غونډه کې د کابل ښار د پراختيا لپاره د کور او ښار جوړونې وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوی پلان تأیيد شو او پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ دې د ياد پلان له مخې اجراات وکړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعاء پای ته ورسېده.