د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د لوګر محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو او دهنود ساحو د اړتيا وړ 58 قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-642/NCB ده، د اسماعيل نيکزاد لميټيډ شرکت او د رڼا افغان د برېښنا لين، کيبل او کوچنيو توربينونو صنعتي شرکت(JV)، چې د بلخ مرکز مزار شريف شهزاده مارکيټ او دويم شرکت د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ رينګ روډ دو سرکه کې موقعيت لري او د جواز شمېرې يې 21-01-1125 او D-02-1403 دي په 53,358,380 (دري پنځوس ميليونه، درې سوه اته پنځوس زره درې سوه اتيا افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.