د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د نفت او ګازو امارتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د اقينې، نيمروز، کمر قلاغ، اسلام قلعه او مولوي صاحب د بندرونو لپاره د اور وژنې د 5 موټرو او د اور وژنې د 20 اضافي مکمل سيسټم کيټونو پيرودل.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/AOGC/1403/G-889/NCB
بانکي تضمين: د شرطپاڼې مطابق دی.
د افرپرانيستې ناسته: 1403 کال د تلې 30مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding3@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.