د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د منګلو قوم له استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د منګلو قوم له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار منګلو قوم له مخورو او استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه (ربيع الاول ۲۳مه/ تلې ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري وويل؛ د چارو ادارې لوی رياست د ولس او امارت تر منځ د پل حثيت لري او د مشرتابه مقام ته د چارو تسهيل کوونکې اداره ده.

په دغه غونډه کې د منګلو قوم مخورو او استازو په خپلو خبرو کې د ښوونځيو نشتون، په کلنيکونو کې د خدماتو کمښت، د مخابراتي شبکو برخه کې ستونزې او له ځنګلونو څخه د سون لرګيو په اړه بنديز د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل.
همداراز يې د سيلابونو په مقابل کې د استنادي دېوالونو، سرکونو، بندونو جوماتونو او هديرې لپاره د ځمکې نشتون هم ياد کړ او د دې ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد ربانی ناصح د منګلو قوم مخورو او استازو وړانديزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې وړانديزونه او ستونزې به يې له مسؤولو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.