د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې کميسيون طرزالعمل مسودې په اړه دوهمه تخنيکي غونډه وشوه

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې کميسيون طرزالعمل مسودې په اړه دوهمه تخنيکي غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل مسودې په اړه د يو شمېر وزارتونو معينانو، تخنيکي غړو او د کابينې چارو او عالي کميسيونونو رياست ترمنځ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه«ربيع الاول۲۲مه/ تلې ۴مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د وزارتونو معينانو د ياد طرزالعمل مسودې په اړه خپل نظريات په ليکلې بڼه شريک کړل او په اړه يې ګډونوالو عمومي نظريات ورکړل.
ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رئيس مولوي محمد صادق عاکف په مشرۍ يوې ګډې تخنیکي کمېټې د طرزالعمل په مقدمه، محتوا او موضوعاتو ماده وار بحث وکړ او د طرزالعمل په ځينو برخو کې د اصطلاحاتو، متنونو او عناوينو په تعديل او سمون بحث او پرېکړې وشوې.
د کابينې چارو او عالي کميسيونونو رياست د مسؤولينو په وينا د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل د نهايي کېدو په اړه ښايي نورې ناستې هم وشي، ترڅو ياد طرزالعمل نهايي او د تائيد او منظورۍ لپاره عالي مقام ته وړاندې شي.
د يادونې‌ وړ ده چې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزرا مقام د (۴۷۱۲)ګڼې حکم پر اساس د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مشرۍ رامنځته شو.
بايد وويل شي چې د ياد طرزالعمل مسوده د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رياست له لوري په څلور فصلونو او ۲۶ مادو کې چمتو شوې ده، په کې عمومي احکام، د وظایفو وېش، کاري تګلاره او بېلابېل احکام ترتيب شوي دي.
دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.