ملي تدارکاتو رياست د دوو پروژو افر پرانيسته وکړه

ملي تدارکاتو رياست د دوو پروژو افر پرانيسته وکړه
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د بلخ ولايت، چمتال ولسوالۍ د کليو د اړتيا وړ ۲۰ قلمه برېښنايي تجهيزاتو او د دهمزنګ څلور لارې څخه د ارتل تر پله پورې د سرک پراختیا پروژې د افر پرانيستې غونډې د یو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړې.
دغه غونډې نن چهارشنبه(ربيع الاول ۲۲مه/ تلې ۴مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوې، چې په کې د تدارکاتو د محروميت کمېټې امر مولوي محمدنبي حماد وويل، د اسلامي امارت د پاليسۍ له مخې چې بايد ملي سوداګرو ته په هېواد کې د پانګونې لپاره زمينه برابره شي، نو په همدې اساس په امارتي پروژو کې پانګوالو او داوطلبو شرکتونو ته د ګډون فرصت ورکول کيږي.
ښاغلي حماد زياته کړه: په اوسني وخت کې تر بل هر وخت ملت ته د ښه خدمت زمينه برابره شوې ده او له سوداګرو يې وغوښتل چې په ټولو ملي پروژو کې ملي ګټې په نظر کې ونيسي او خپلې چارې په پوره شفاف ډول ترسره کړي.
دا غونډې چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وې د خير په دعا پای ته ورسېدې.