د شرطپاڼې لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا
د شرطپاڼې لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري ترڅو د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ 300 پايې متحرکې او ثابتې امنيتي کمرې او د کمرو اړوند توکو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MoD/1403/G-861/NCB ده او تر دې وړاندې اعلان شوې وه، د داوطلبانو د غوښتنې په اساس د جدول له لومړي څخه تر څلورم جدول پورې د توکو مشخصات له اړتيا سره سم تعديل شوي او د افرونو سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۳ کال د تلې مياشتې له ۷ څخه تر ۱۱ پورې غځېدلې ده، د داوطلبۍ غوښتونکي کولی شي د قرارداد لومړۍ شمېرې تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه د قرارداد د شرایطو ۱ شمېرې د تعدیل او تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ 300 متحرکو او ثابتو امنيتي کمرو او اړوندو تخنيکي توکو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1403/G-861/NCB
د افر پرانيستې غونډه: 1403 کال د تلې ۱۱مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
پته: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، ، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.