د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د 05 ساحې د برق برج جوړولو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/W-D/014/1403/NCB
بانکي تضمين: (150٫000) يو سلو او پنځوس زره افغانۍ.
د افر پرانستي ناسته: 1403کال د تلې ۲۴ مه له غرمې مخکې 10:00بجې.
د اړيکي شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۷۹۵
پته: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست چې د کانونو وزارت پخوانۍ ودانۍ کې موقعيت لري.
نوټ: ناوخته او انټرنيټي افرنونه نه منل کېږي.