د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان برېښنا شرکت د جنراټورونو او د حرارتي دستګاوو د اړتيا وړ ډيزل تيلو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-863/NCB
د افر پرانيستې ناسته: 1403کال د تلې ۲۳مه له غرمې مخکې 10:00بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding1@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.