د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د يو باب پخلنځي، نانوايي او خشکه شويي جوړولو چارې.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/W-D/003/1403/NCB
بانکي تضمين: 110٫000 ( يوسلو لس زره افغانۍ)
د افر پرانستې نېټه: 1403 کال د تلې ۲۳ مه له غرمې مخکې 10:00بجې.
پته: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست چې د معدن په پخوانۍ ودانۍ کې موقعيت لري.
نوټ: ناوخته او انټرنيټي افرنونه نه منل کېږي.