د پراختيايي پروژو راپورونو د ثبت څرنګوالي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د پراختيايي پروژو راپورونو د ثبت څرنګوالي په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او امارت د راپورونو د تحليل رياست د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس د اقتصاد وزارت او يو شمېر نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو د استازو ترمنځ د پراختيايي پروژو د راپورونو ثبت د څرنګوالي په اړه د ولايتي او مرکزي راپور ورکولو سيسټم(CMRS/PMRS)په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه (ربيع الاول ۱۹مه/ تلې لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو، ورپسې د پلان، ارزونې او امارت د راپورونو د تحليل رئيس شيخ محمد طاوس طارق مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موضوع په اړه مقدماتي وينا کړه.
همدا راز په غونډه کې د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالباري عاطف وويل؛ د دې لپاره چې د حکومتولۍ چارې په ښه او چټکه توګه ترسره شي؛ لازمه ده چې اړونده ادارې د خپلو پراختيايي پروژو ګزارشونه له اقتصاد وزارت سره د انلاين سيسټم له لارې شريک کړي.
په غونډه کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو استازو د ولايتي او مرکزي راپور ورکولو سيسټم (CMRS/PMRS)په اړه خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او په راتلونکې کې يې د ياد سيسټم له لارې د ګزارشونو د لېږلو په اړه د همکارۍ ژمنتيا وښوده.
دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.