د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې کميسيون طرزالعمل مسودې په اړه لومړنۍ غونډه وشوه

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې کميسيون طرزالعمل مسودې په اړه لومړنۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل مسودې په اړه د ۱۳ وزارتونو معينانو او د کابينې چارو او عالي کميسيونونو رياست ترمنځ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه«ربيع الاول۱۵مه/ وږي۲۸مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه په کې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپلو مقدماتي خبرو کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل مسودې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رئيس مولوي محمد صادق عاکف د ياد طرزالعمل د مسودې په اړه توضیحات ورکړل او د ګډونوالو له لوري پرې بحث وشو.

د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د طرزالعمل په اړه په دې لومړنۍ ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پرېکړه وکړه چې ياد طرزالعمل دې د اړوندو وزارتونو تخنيکي مسؤولین د يوې اونۍ په اوږدو کې مطالعه کړي او خپل نظريات دې په دې اړه راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د يادونې‌ وړ ده چې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې عالي کميسيون د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزرا مقام د (۴۷۱۲)ګڼې حکم پر اساس د رياست الوزراء سياسي مرستيال په مشرۍ رامنځته شو.

بايد وويل شي چې د ياد طرزالعمل مسوده د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کميسيونونو رياست له لوري په څلور فصلونو او ۲۶ مادو کې چمتو شوې ده، په کې عمومي احکام، د وظایفو وېش، کاري تګلاره او بېلابېل احکام ترتيب شوي دي.

دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.