د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب په پام کې لري چې د ميدان وردګ ولایت د تنګي درې لپاره د ۲۸ پايو ټرانسفرمرونو او تجهيزاتو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-650/NCB ده، د شيرزي شبير لميټيډ شرکت ته چې د جواز شمېره يې ۲۱۰۹۸ ده او د کابل ښار، شهرنو، حاجي یعقوب څلورلارې ته څېرمه، کابل بزنس سنټر، دریم پوړ کې موقعيت لري؛ په مجموعي قيمت ( 71،499،991 ) یو اویا میلیونه، څلور سوه نهه نوي زره او نهه سوه یو نوي) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر اوو تقويمي ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.