د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت د ملت له پوره ملاتړ څخه برخمن دی

د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي امارت د ملت له پوره ملاتړ څخه برخمن دی
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د پوهنې وزارت د مراجعینو لپاره د خدمتونو مرکز پرانیستغونډه کې وویل چې اوس هېواد ډاډمن امنیت لري او اسلامي امارت د ملت له پوره ملاتړ څخه برخمن دی.
دا ناسته نن چهارشنبه (ربیع الاول ۱۵مه/وږي ۲۸مه) د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل، د خوښۍ ځای دی چې هره اداره د پرمختګ تر څنګ خلکو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره کار کوي او د پوهنې وزارت د مراجعینو لپاره د خدمتونو مرکز جوړېدل یو ښه زېری دی.
نوموړي وويل چې، پخواني رژیم د ۱۳ کلونو په موده کې ۶۵ اداري مسایل ساده کړي، مګر د چارو ادراې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهيسې تر اوسه ۷۰۰ پېچلي اداري مسايل ساده کړي دي.
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او پراختیا عمومي رئیس، مفتي محمد ثاقب په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس له ګډون څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د مراجعینو خدمتونو مرکز د پوهنې وزارت د مسؤولینو او امارتي ادارو ملاتړ ته اړتیا لري، دا مرکز د اسانتياوو برابرولو لپاره مراجعینو ته جوړ شوی او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د اداري سیستم د پیاوړتيا او پرمختګ لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا غونډه د قرانکریم په تلاوت پيل او د خیر په دعا پای ته ورسېده.