د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هزاره قوم اهل سنت استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هزاره قوم اهل سنت استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د هزاره قوم له اهل سنت له علماء کرامو او قومي مشرانو سره د هغوی ستونزو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ربيع الاول ۱۵مه/وږي ۲۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته په مقدماتي خبرو کې وويل؛ د چارو ادارې لوی رياست د ولسونو ستونزو او وړانديزونو اورېدلو ته د اسانتيا برابرولو اداره ده.

د هزاره قوم علماوو، قومي مشرانو او مخورو په نوبت سره خبرې وکړې، د اسلامي نظام له راتګ او امنيت څخه يې خوښي وښوده او د ښوونځيو، مدرسو او د څښاک پاکو اوبو نشتون يې د خپلو ستونزو په توګه ياد کړل او په پنجشير کې د ابشار په نامه د نوې ايجاد شوې ولسوالۍ د محکمې او د سرک رغولو د پاتې چارو بشپړولو وړانديز وکړ.

همداراز يې وويل چې يو شمېر ځوانان د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زدکړې لري، غواړي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې خدمت وکړي او غوښتنه يې وکړه چې دې ځوانانو ته د خدمت زمينه برابره کړي.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس وويل؛ اسلامي نظام د افغانستان د ټولو قومونو او ولسونو ګډ کور دی، نو ځکه يې د اسلامي نظام د راتګ لپاره نيمه پېړۍ جګړه کړې او د اسلامي امارت بريا د هېواد د ټولو ولسونو د شهيدانو د وينو ثمره بلل کېږي او همدا وجه ده چې اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د پنجشېر ولايت ځوانانو جذبولو ته ځانګړي سهميه ورکړې ده.

ښاغلي ناصح ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ملت د هوساينې لپاره په پوره ژمنتيا کار کوي چې ولسونو ته خدمات وړاندې کړي او ستونزو ته يې رسېدنه وکړي او ډاډ يې ورکړ چې يادې ستونزې به د حل په موخه له اړوندو مقاماتو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده