د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ دوشنبه « ۱۴۴۶ ھ ق کال د ربیع الاول ۱۳مه/ وږي ۲۶مه» نیټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شويو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې ميشتو هېوادوالو ته د شته امکاناتو نه په استفاده په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې له اصولي پړاوونو ترسره کولو وروسته دې د تائید او منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.