د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو د حل په تړاو ناسته وشوه

د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو د حل په تړاو ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د هدایت په اساس د افغان ملي ماڼۍ چې د کابل ښار دهمزنګ سيمه کې موقعیت لري؛ د ستونزو حل په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست په مشرۍ د اړونده ادارو استازو ترمنځ غونډه وشوه.

دا غونډه نن سه شنبه (ربيع الاول۱۴مه/وږي۲۷مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ ترسره شوه په کې د پانګونې اسانتيا، طرح او ډيزاين رياستونو، افغان ملي ماڼۍ، اونکس شرکت او اړوند ادارو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغان ملي ماڼۍ د قرارداد، ویزې، نقشې او ښاروالۍ ته د مالیاتو د ورکړې په اړه هر اړخیز بحث وشو او ګډونوالو د موضوع د حل په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د اړوندو ادارو استازو نظريات او دلایل واورېدل او پرېکړه يې وکړه چې اونکس شرکت (عزیزي ګروپ) اړ دی چې مالیات، ویزه او د افغان ملي ماڼۍ د باقیاتو حساب کابل ښاروالی ته ورکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.