د چارو ادارې لوی رئيس: په خدمت کې اخلاص او همت د خير او برکت لامل کيږي

د چارو ادارې لوی رئيس: په خدمت کې اخلاص او همت د خير او برکت لامل کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ادارې د رياستونو امرينو سره د همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې نن دوشنبه (ربيع الاول ۱۳مه/وږي۲۶مه) جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې په مسؤوليت کې د ښه خدمت، اخلاص او ښه احساس سپارښتنه وکړه.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، چا ته چې په اسلامي نظام کې د خدمت زمينه برابره شوې ده، دا د الله تعالی احسان دی او بايد‌ د خلکو د خدمت لپاره ترې ښه استفاده وشي.

نوموړي وويل چې يو حکومتي مسؤول که په خپلو هڅو يوه طرحه جوړه کړي، نو لکونو هېوادوالو ته يې ګټه رسيږي او له لوی اجر څخه برخمن کيږي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور زياته کړه، نوره نړۍ که څومره هم مترقي ده، خو بيا هم د خپلو هېوادونو د پرمختګ لپاره کار کوي، خو د افغانستان په څېر هېواد چې له ډېرو مشکلاتو، جګړو او ستونزو راوتلی دی؛ بايد چې ډېر کار ورته وشي.

په پای کې د امرينو له لوري د يو شمېر موضوعاتو په اړه نظريات وړاندې شول او دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.